
په يوه نا ارامه نړۍ کې آرام
لنډیز
اضطراب او ډیر کار ډیر خلک تر خبل وخت مخکې قبر ته وړي. مګر په خلقت کې خدای د اضطراب لپاره یوه درملنه جوړه کړي: د آرام یوه ورځ. دا مقدس ورځ د خدای لخوا یو نعمت دي تر څو خلک د کار څخه آرام او د خدای سره وخت تیر کړی. له بده مرغه، که څه هم خدای خلک ته امر وکړ چې دا ورځ یادول، ډیر خلک دا هیره کړه او ډیری حتی دا هم هیر کړی چې د دی ورځې خالق څوک دي.
ډول
Tract
خپرونکی
Sharing Hope Publications
کې شتون لري
29 ژبې
پاڼې
6
ميټا دوران مړه شوه. ۲۴ کلن اندونيزيایي ليکونکئ کې په آرامۍ سره د خپل ميز کې غورزېدلی و. څه وشول؟
ميټا يو اعلاناتي اداره کي کار کول، چيرته چې تمه ډيره وه او د کار بار ډير و. د خپل مرګ نه سمدلاسه مخکي، هغي په ټولنيزو رسنيو کې د خپل ستړيا څرګنده کړه: «نن شپه زه په پرله پسې توګه د اتمې ورځې لپاره د دفتر کيلي لرم... زه ژوند نه لړم.»
هغه د کافين لرونکي مشروبات لکه کريټينگ دانگ (د ريد بل په شان په آسيا کي) اخته شوي وه. د هغې وروستۍ آنلاين تبصره وويل: زه نن ورځ ۳۰ ساعته کار کوم او زه لاهم روغ يم. هغې بيا په خپل ميزکې بی هوښه شوه او هيڅکله له خوبه نه پا څيده.
څه شوي دي؟ ميټا د ډير کار له امله مړ شو.
نن ورځی، زموږ څخه ډير د کار مهالويشونه لری. ټولنې له موږ څخه غوښتنه کوي چې دير کار وکړو، عايد ترلاسه کړو او ډير سه واخلو. موږ د بې خوبۍ، سترس او ذهني مشکلاتو فشار سره مخ يو.
موږ ممکن د ميټا په څير ځانونه نه وژنو، مګر ژوند يو دروند بار کيدی شي. ايا دا هغه څه دي چې خدای زموږ لپاره اراده کري ده؟ هغه د سولې ورکوونکي دی. کله چي موږ خپل ځان ډيرکار کوو، ايا موږ د آرام احساس کوو؟ البته نه!
که موږ په ستړيا کې ډوب يو، دليل د دې لپاره دی چې موږ هغه څه هير کړي چې خدای غواړي موږ يې په ياد ولرو. راځئ چې معلومه کړو چې هغه د آرام په اړه څه ويلی دي.
د «وقفې» تڼئ ټک کول
خدای ډير مهربان او ډير رحم کوونکي دي. هغه پوهيده چې انسانان د ګرځنده تليفون يا لپ ټاپ کمپيوټر په څير د خپل فزيکي، ذهني او روحاني انرژي بيا چارج کولو لپاره وخت ته اړتیا لري. نو, حضرت موسی د خدای حکم ثبت کړ:
د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ. تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي (هجرت ۲۰: ۸-۱۰).
د خدای دا نه بدليدونکی قانون موږ ته وايی چې اوومه ورځ په ياد ولرئ. په نړۍ کې د ډيرو ژبو په وينا، دا اوومه ورځ چې د آرام کولو لپاره وقف شوې د «سبت» په نوم ياديږي. ولې خدای موږ ته د دې ورځې د يادولو امر کړی؟ ځکه چې هغه پوهيږي چې هيرول د پخوانيو وختونو راهيسې د انسانانو لپاره دوامداره ستونزه ده. موږ بايد د خدای حکمونه هير نکړو، ځکه موږ بايد يوازې د هغه او د هغه د احکامو په يادولو سره په مستقيمه لاره روان شو.
خو ولې سبت ورځ (شنبې ورځ) ځانګړې ده؟ خدای موږ ته وايی:
ځکه چې خدای په شپږو ورځو کې اسمانونه او ځمکه او سمندر او هرڅه چې په دوی کې دي پيدا کړل، او په اوومه ورځ يی آرام وکر. ځکه ما(خدای) سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ (هجرت ۲۰:11).
سبت يو مهم خبرداری دی چې خدای زموږ خالق دی. ځينې خلک اعتراض کوي چې خدای نه ستړی کيږي، هغه په اوومه ورځ آرام ته اړتيا نه لري. مګر خدای د ستړيا څځه نو آرام نه کړو؛ هغه خپل تخليقي کار بند کړ ترڅو هغه زموږ لپاره د استراحت لپاره مقدس وخت رامينځته کړي.
خدای وليدل چې د آرام ورځ د انسانانو لپاره ښه ده. هغي اوومه ورځ يې شنبه وکړه، چې د «وقفې» معنی لري. په دي توکه، د هرې اونۍ اوومه ورځ د «وقف» تڼۍ د ټکولو لپاره ځانګړې ورځ ده. موږ بايد د هغه د يادولو او عبادت کولو لپاره ټوله ورځ د ناپاک کارونو او فعاليتونو څخه ډډه وکړو.
ايا دا به ښه نه وي که ستاسو مالک يا ښوونکي تاسو ته د آرام کولو لارښوونه وکړي؟ مګر دا هغه څه دي چې خدای ورته امر کړی دی! د خدای ستاينه! هغه ريښتينی مهربان دی!
د خدای ورځ مقدس وساتئ
د سبت مبارکه ورځ د ټولو خلکو لپاره يوه نړيواله مقدسه ورځ ده. دا د يهوديانو، عيسویانو، مسلمانانو، بودايانو يا هندوانو له شتون څخه ډېر وخت دمخه دا يو ريښتيني خالق خدای د توحيد مومنانو لخوا ساتل کيده. په حقیقت کې، دا ټول انسانیت ته ورکړل شوی و کله چې نړۍ جوړه شوه. آدم او حوا د سبت (شنبې) ورځ ولمانځله، او خدای هيڅکله موږ ته اجازه نه راکوي چې هغه څه هير کړي چې هغه موږ ته وويل په خاطر ولرئ.
له بده مرغه، سبت ځينې وختونه هير شوی دي. پيغمبرانو پخوانيو يهودانو ته خبرداری ورکړ چې که دوی سبت هيره کړي، خدای به دوی تباه کړي. ځکه چې هغوی دی خبرداری ته پام ونکر، بيت المقدس ويجاړ شو، او کورنۍ يې په اسارت کی راګیر شوي. عیسویانو هم د سبت ورځ هېره کړه او د سبت د یکشنبې په بدلولو سره یې د خدای له حکمونو سرغړونه وکړه. مسلمانان د جمعې په ورځ لمونځ کوي، مګر دا هير کړي چې موږ بايد په اوومه ورځ آرام وکړو ترڅو د خالق په بشپړ اطاعت کې ژوند وکړو.
خو ولې داسې ښکاري چې د نړۍ ټول خلک دا مهمه ورځ هيروي؟ ايا د دې پراخه هيرولو لپاره نور ناوړه دليل شتون لري؟
عيسی مسيح موږ ته د راتلونکي نړیوال ځواک په اړه خبرداری راکړ چې شيطان زموږ د خالق څخه زموږ ذهنونو ليری کولو لپاره کاروي. ملیونونه خلگ د غلط سبت به په عبادت کې دوکه شوي. که شيطان وکولی شي چی موږ مجبور کری د خالق ورځ هيره کړو، هغه هيله لري چې موږ به هم خپل خالق هير کړو. کله چې موږ ريښتيني سبت ساتو، موږ خپل خالق ته خپله وفاداري ښکاره کوو او د آرام، آرامۍ او سولې له ډالۍ څخه خوند اخلو.
د خدای آرام ته ننوتل
موسی پیغمبر وليکل: «چې خدای پاک اوومه ورځ مبارکه وبلله» (پيدایښت ۲:۳). ايا تاسو ستړي ياست؟ په سبت کې برکتونه شتون لري.
ميټا دوران، د اندونيزيا کاپي ليکونکي، د ډير کار له امله مړ شوی مګر تاسو مجبور نه یي. خدای تاسو ته بلنه ورکوي چې هره اونۍ د خپلو کارونوڅخه استراحت وکړئ او د سبت برکتونه تجربه کړئ.
که تاسو غواړئ د خدای د سولې، آرامۍ او شفا ورکولو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ موږ سره د دې مقالې په شا کې ورکړل شوي معلومات سره اړیکه ونیسئ.
.Copyright © 2023 by Sharing Hope Publicationsدا کار د اجازې پرته د غير سوداګريزو موخو لپاره چاپ او شريک کيدي شي.
ټول صحیفه د افغان پښتو بائبل څخه نقل شوي، کاپی رائټ © پاکستان بائبل ټولنه. د اجازې په واسطه کارول کیږي. ټول حقونه خوندي دي.
زموږ د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ
لومړی شئ چې پوه شئ کله چې نوې خپرونې شتون لري!

ځانګړې خپرونې
© 2024 Sharing Hope Publications