
په قضاوت کې بې ډاره
لنډیز
د قیامت ورځ په هکله فکر کول د ډیرو خلکو په زرونو کې ویره پیدا کیږي. څنګه موږ ډاډ ترلاسه کړئ چې د قیامت ورځ سره به خوندي توګه تیریږو؟ خدای وویل چې هغه یو شفیع (څوک چې د قیامت په ورځ موږ سره منځګړیتوب کوي لکه یو قاضي چې په نړۍ کې زموږ قضیه منځګړیتوب کوي) راکړي. دا مقاله موږ ته هغه شفاعت کوونکي معرفي کوي او موږ ته د قیامت د ورځي په اړه ډاډ راکوي.
ډول
Tract
خپرونکی
Sharing Hope Publications
کې شتون لري
28 ژبې
پاڼې
6
يو سهار زه د خپل هوټل له څخه د يوې مهمې غونډې د ګډون لپاره لاړ شم. زه ناوخته وم نو ما داجازه وکړل شوي سرعت حد څخه ډير ګړندی موټر چلاوه. په نيمه لاره کې د پوليسو يوه افسر زما مخه ونيوله او ماته يې وويل چې د پوليسو مرکز ته لازمي لاړ شه! زه ډير عصبي او بې وسه وم ځکه چې زه پوهيدم چې زه مجرم وم.
وروسته پوليسو افسر زما پرضد یو فایل خلاسه کړه، زه د احضارولو لپاره نږدې محکمې ته لپاره بوتلم. هلته ما يو ملګري سره وليدل چې د وکيل په توګه کار کوي. هغه زما په ليدو حيران شو. کله چې ما ورته خپل کيسه بيان کړه، هغه وويل: «انديښنه مه کوئ زه به ستاسو قضيه اداره کړم.» زه د ډير خوشحاله وم. زما خپل ملګری به زما وکيل وي!
ځګه چې زما ملګري زما په استازيتوب د وکالت لپاره ګام پورته کړ، قاضي لږه جريمه صادره کړه. ما د خدای په شکر کول محکمه پريښود.
دا واقعيا ويره ده چې د قاضي په وړاندي ودريږي. مګر دا د حساب په لویه ورځ د خدای په وړاندې د ودریدو په پرتله هیڅ شی نه دی. که سبا هغه ورځ وي، ايا تاسو دې ته چمتو ياست؟
د قضاوت لپاره چمتو کیدل
ځينې خلک هغه راتلونکی قضاوت ته بې پروا چلند ځواب ورکوي. دوی الکول څښي، سګرټ څکوي، قمار وهي، نايټ کلبونو ته ځي او ناوړه فلمونه ګوري. دوی شايد پوه شي چې د دوی بد کارونه په ریکارډ کتاب کې ليکل شوي دي، مګر دوی د شيطان د فريبونو په جال کې نيول شوي دي. دوی پروا نه کوي.
نور خلک د ډير ډار سره ځواب ورکوي. دوی جرئت نه کوي چې یو لمونځ هم له لاسه ورکړي. دوی د قبر د عذاب يا د دوزخ د اور په اړه دومره فکر کوي چې د خدای مينه او مهربانۍ هيروي.
خو لکه څنګه چې ما د قانون د محکمه کې مدافع وکيل درلود، خدای يو وکيل زموږ سره چمتو کړل چی د قضاوت په ورځ به مرسته وکړي. تاسو مجبور نه یي يوازی ووسئ.
زموږ وکيل څوک دی؟
د وکيل درلودل نوې خبره نه ده. هر کال په زرګونو حاجيان په شمالي افريقا، منځني خليځ او اسيا کې زيارتونو ته ورځي. ډيری خلک د خپلو سترو مشرانو قبرونو ته دعا کوي، او باور لري چې دوی به دفاع وکړي.
د مشرانو احترام کول ښه دي، خو له هغوی ته دعا کول او د هغو د شفاعت غوښتنه کول مطلق حرام دي. دوی مړه دي او ستاسو لپاره څه نشی کولی. حتی پيغمبران هم په خپلو قبرونو کې دي، او د قيامت د ورځې انتظار کوئ.
که څه هم حرام دي چي له مړو څخه شفاعت غوښتنه وکړي، خو شفاعت پخپله روا دی. خو د چا شفاعت به خدای ته قبول وي؟ دا بايد هغه څوک وي چې
۱. ژوندی وي (ځکه چې مړی زموږ شفاعت نشي کولی).
۲. ههغه بې ګناه دي (ځکه چې هغه څوک چې د قانون لخوا محکوم شوی وي د نورو دفاع نشي کولی).
څوک کولی شي دا وړتياوې پوره کړي؟ د محبوب عيسی مسيح پرته بل څوک نشته، هغه څوک چې په جنت کي ژوندي دې او په بشپړ ډول پاک دی.
د دې په اړه فکر وکړئ! ايا بل څوک شتون لري چې د بې ګناهۍ ادعا وکړي؟ آدم منعه شوی حرامه ميوه وخوړله؛ نوح په شرابو اخته شو؛ ابراهيم دروغ وويل؛ موسی يو سړی مړ کړه؛ داؤد د بل سړي ښځه غلا کړه. تاسو به داسی يو پيغمبر پيدا نکړی چی يوه خطا يی نه وی کړی او نه يی بخښنه غوښتی وی.
خو عيسی مسيح هيڅکله ګناه نه ده کړې. هغه پخپله ادعا وکړه: «چا چې زه رالېږلی یم هغه زما سره مل دی... هغه زه یوازې نه یم پریښی، ځکه چې زه تل هغه کار کوم چې هغه ورباندې خوشحالیږي» (انجيل، يوحنا ۸:۲۹).
د سولې سره د قضاوت(قیامت) سره مخ شئ
عيسی مسيح په آسمان کې ژوندی دی او په بشپړ ډول بې ګناه دی. هغه چمتو دی چې ستاسو او زما وکالت وکړي. او هغه ژر بيرته راځي.
که چيرې هغه دوهم ځل بيرته راشي، نو دا معنی لري چې عيسی مسيح وروستی پيغمبر دی. هو، او د یو پیغمبر څخه ډیر، هغه د حساب په ورځ کې زموږ مدافع، مالک او سوله ده. هغه موږ ته وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک زما په تعلیم باندې عمل وکړي، نو هغه به هېڅکله مړ نه شي» (انجیل، یوحنا ۸:۵۱).
عيسی مړ نه دی؛ هغه ژوندی دی! او هغه اوس هم په دي ځمکه کې خپله ټولنه جوړوي. ځینې وختونه هغه خلک په خوب کې د سپینې سړي په څیر راڅرګندیږي یا موږ ته د معجزې په ورکولو سره خپلې ټولنې ته بلنه ورکوي کله چې موږ د هغه په نوم خدای ته دعا کوو.
ايا تاسو غواړې چې د قيامت په ورځ به آرام شې؟ په عیسی مسیح خپل باور اقرار وکړئ. موږ ولې په هغو کسانو باور وکړو چې مړه دي او نه پوهیږي چې د قیامت په ورځ به څنګه وي؟ عيسی په جنت کې د خپل ځای په اړه ډاډه دی. لکه زما وکیل ملګري په محکمه کې هغه به زموږ سره مرسته وکړي.
تاسو شايد حيران شی چې ايا داسې يو څه ريښتيا کيدی شي. عيسی مسيح وویل: «که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم» (انجیل، يوحنا ۱۴:۱۴). يوه ازموينه وکړئ تر څو ومومئ چې هغه څه چې زه يې درته وايم ريښتا دي. که چيري عيسی دومره ځواکمن وي چې همدا اوس د ژوند بيړني حالتونو سره مخ شي، نو يقينا په هغه باور کيدی شي چې زموږ لپاره شفاعت وکړي. د عيسی په نوم، په ټول زړه سره خدای ته دعا وکړئ او وګورئ چې څه کيږي. تاسو کولی شئ دعا وکړئ:
ای خدايه زه غواړم پوه شم چې ايا عيسی په رښتيا هم هغه څوک دی چې تا د قيامت په ورځ زموږ مدافع ټاکلی يې؟ که د ريښتيا وي، مهرباني وکړئ زما دعا ته ځواب ورکړئ (خپل اړتيا دلته ووليکې). زه د عيسی مسيح په نوم دا غوښتنه کوم. آمين.
که تاسو غواړئ چې د عيسی مسيح پيروي کولو څرنګوالي په اړه نور معلومات زده کړئ، نو د دي کاغذ په شا کي له مالومات موږ سره اړيکه ونيسئ.
.Copyright © 2023 by Sharing Hope Publicationsدا کار د اجازې پرته د غير سوداګريزو موخو لپاره چاپ او شريک کيدي شي. ټول صحیفه د افغان پښتو بائبل څخه نقل شوي، کاپی رائټ © پاکستان بائبل ټولنه. د اجازې په واسطه کارول کیږي. ټول حقونه خوندي دي.
زموږ د خبرپاڼې لپاره لاسلیک وکړئ
لومړی شئ چې پوه شئ کله چې نوې خپرونې شتون لري!

ځانګړې خپرونې
© 2024 Sharing Hope Publications